کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زابل کې ۹ تنه طالبان وژل شوي

25 سنبله 1397 ساعت 8:35

د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو هوایي برید په نتیجه کې ۹ تنه طالبان وژل شوي دي.



د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال په دی اړه ویلي چې په‎دغه برید کې د وسله‎والو طالبانو یو موټر په نښه شوی دی.
د ښاغلي سیال په خبره په وژل شوېو طالبانو کې د هغوی مهم قوماندانان هم شامل دي.
سیال زیاته کړه:
"د شنبې په مازدیګر د هوایي قواوو په یوه برید کې د وسله‎والو طالبانو ۹ تنه وژل شوي چې مهم قوماندانان هم په‎کې شامل دي او پنځه نور یې ټپیان شوي دي."
د زابل چارواکي وایي، په‎دغه برید کې د طالبانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې او مهمات هم له‎منځه تللي دي.
طالبانو تراوسه په‎دې اړه تبصره نه‎ده کړې.


د مطلب کود: 170836

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170836/زابل-کې-۹-تنه-طالبان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com