د امریکا د هوا پېژندنې ادارې د راپور له مخې د شمالي او جنوبي کارولینا په ډېرو برخو کې د شنبې د ورځې په لومړیو کې سخت ورښتونه وشول او له کبله یې راغلي سیلابونه په همدې سیمو کې سلګونه زره کسان ګواښي.
د شمالي کارولینا والي روی کوپر د شنبې په ورځ د دغه ګواښ په اړه وویل:
"موږ د خپلو ښارونو او ښارګوټو په سواحلو، د رودونو په اوږدو او ټولو کرنیزو ځمکو کې د اوبو له دیوالونو سره مخامخ یو. اوس د هغه وخت په مقایسه چې توپان له سواحلو لېرې وو، ډېری خلک په نېژدې راتلونکي کې له یوه جدي ګواښ سره مخامخ دي."
د سیمهییزو رسنیو د راپورونو له مخې نېژدې یو میلیون وګړي هم په شمالي او هم جنوبي کارولینا کې برښنا نهلري او سخت ورښتونه او سیلابونه سلګونه زره کسان ګواښي.
چارواکو د شنبې په ورځ وویل چې ښایې فلورنس توپان ۲،۵ میلیونه کسان له برښنا بې برخې کړي.
تر اوسه څو تنه د دغه توپان له کبله مړه شوي دي چې یوه مور او اته میاشتنی ماشوم یې هم پهکې شامل دی چې د جمعې په ورځ یې پر کور یوه لویه ونه ولوېده.
د راپورونو له مخې یو ۷۸ کلن کس چې غوښتل یې جنراتور ولګوي، د باران له کبله برښنا ونیو او ساه یې ورکړه.
یوه بله ۶۱ کلنه مېرمن بیا په جنوبي کارولینا کې هغه مهال مړه شوه چې موټر یې له یوې ونې سره ټکر وکړ.
سره لهدې چې د رویټرز خبري اژانس د راپورونو له مخې د جمعې په ورځ د فلورنس قوت تر یوه حده راکم شو، خو بیا هم د شمالي او جنوبي کارولینا په ډېرو برخو کې فلورنس توپان ګواښ پر خپل ځای دی.