دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۸
د مطلب کود : 170861
سیاسی ګوندونو وروستی اقدام په وړاندی ټاکنو خپلواک کمیسیون غبرګون
د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس ګلا جان عبدالبدیع صیاد په ځینو ولایتونو کې یې د انتخاباتي دفترونو د تړلو په اړه د سیاسي ګوندونو وروستي اقدام وغانده.

ښاغلي صیاد خبریالانو ته وویل، چې د سیاسي ګوندونو له خوا د انتخاباتي دفترونو تړل د منلو وړ نه دی او زیاته یې کړه چې سیاسي ګوندونه له ټاکنو کمېسیون همکاري نه کوي.
هغه وویل، چې د سیاسي ګوندونو دغه اقدامات به یې د ټاکنو بهیر له خنډ سره مخ کړي او ټینګار یې وکړ چې د ټاکنو کمېسیون چمتو دی د ستونزو د حل دپاره له سیاسي ګوندونو سره خبرې وکړي.
نوموړی له دولت څخه وغوښت چې په ولایتونو کې یې د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.
د ټاکنو کمېسیون رئیس همداراز وویل، چې په انتخاباتي چارو کې یې د ټاکنو کمېسیون د کارمندانو د سرغړونو په اړه جدي پلټنې دوام لري.
د لوی ملي ائتلاف باوري سرچینې وایي د یاد ائتلاف پلویانو په هلمند، بلخ، او کندهار ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفترونه تړلي دي.
سرچینې زیاتوي، چې حکومت او د ټاکنو کمېسیون د سیاسي ګوندونو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلي او له همدې امله دوی په دغه کار لاس پورې کړی دی.
د لوی ملي ائتلاف پلویان خبرداری ورکوي، چې که حکومت او ټاکنو خپلواک کمېسیون د سیساسي ګوندونو غوښتنو ته مثب ځواب ورنه کړي، نو دوی به په نورو ولایتونو کې هم انتخاباتي دفترونه وتړي.
د بایومټریک له لارې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د بیا پیل او د ټاکنو له بهیر څخه څارنې د لوی ملي ائتلاف او یو شمېر نورو سیاسي ګوندونو له مهمو غوښتنو څخه ګڼل کېږي.
 
https://avapress.com/vdciquazzt1ayv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته