دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۳
د مطلب کود : 170862
ولسمشر غنی: کابل ښار امنیتی رهبرۍ کې جدی بدلونونه راغلی دي
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني وایي په کابل ښار کې د امنیتي وضعیت د ښه والي په موخه د کابل په امنیتي رهبرۍ کې جدي تغیرات راغلي او باتجربه کسان په دندو ګمارل شوي دي.

ولسمشر غني دغه څرګندونې پرون د کابل د لویدیځ د خصوصي ښوونځیو له مدیرانو سره د کتنې پر مهال وکړې.
ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې دغه کتنه چې په چهارچنار ماڼۍ کې وشوه په پیل کې محمدعارف فطري او سید عبدالله احمدي د نورو په استازیتوب د کابل د لویدیځ د خصوصي ښوونځیو په ځانګړي ډول د یادو ښوونځیو د امنیت د ټينګښت په اړه خپلې ستونزې مطرح کړې.
ولسمشر غني د وروستیو تروریستي پېښو  او د محرم لسیزې د رارسېدو په خاطر د تسلیت ترڅنګ  وویل، د کابل پر لویدیځ برید زموږ پر ملي یووالي، اتحاد او مذهبي وفاق برید دی.
د ارګ ماڼی په وینا، ولسمشر غني د خصوصي ښوونځینو له مدایرانو وغوښتل  چې د امنیتي ارګانونو سره په همغږۍ دې ستونزې او تهدیدات وارزوي او د حل لپاره دې اقدام وشي.
هغه وویل، کابل په څلورو امنیتي زونونو وېشل شوی او په کابل امنیه قومندانۍ کې یو معاونیت د کابل د لویدیځ د امنیت مسئولیت په غاړه لري.
ولسمشر غني دغه راز  د پوهنې وزارت سرپرست ته لارښوونه وکړه چې د خصوصي ښوونځیو له مدیرانو سره په مشوره دې د یادو ښوونځیو د مقررې پر تعدیل کار وکړي او د خصوصي ښوونځیو له مدیرانو سره دې غونډه وکړي.
 
https://avapress.com/vdcjmyev8uqeaoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته