دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۶
د مطلب کود : 170863
غزنی کې نظام او  امنیتی ځواکونو څخه ملاتړ لپاره ولسی خلګو غونډه
د شنبې په ورځ په غزني کې «له نظام او امنیتي ځواکونو څخه د غزني ولایت د اوسېدونکو ملاتړ» په نوم غونډه وشوه چې په‎کې د ولسي خلکو ترڅنګ دولتي، امنیتي چارواکو، امنیتي سرتېرو، د قومي او مدني ټولنو استازو او علماوو کرامو ګډون کړی وو.

په غونډه کې د غزني د والي او امنیه قوماندان ترڅنګ ځینو دولتي، نظامي چارواکو، قومي مشرانو، علماوو او ولسي خلکو ویناوې وکړې.
هغوی په خپلو خبرو کې وویل، دوی په‎دغه ولایت کې د امنیتي سرتېرو مېړانه او سرښندنې ستایي او غوښتنه کوي چې دغه سرتېري نور هم په خپلو دندو کې پاک، زړور او د خلکو خدمت ته ژمن ووسي.
د غزني والي وحیدالله کلیمزي وویل:
"امنیتي ځواکونه دې نور هم هغه کړنې ترسره کړي چې د خلکو په زړونو کې ځای پیدا کړي."
د غزني امنیه قوماندان جنرال فرید احمد مشعل د غزني له ټولو ولسونو څخه مننه وکړه چې دوی یې وستایل او زیاته یې کړه:
"د دولت ضد وسله والو د ځپلو ترڅنګ به د هغه خلکو زور هم اوبه کړي چې په ښار کې په بې امنیو کې لاس لري."
په‎دغه غونډه کې ځینې قوماندانان او سرتيري هم د غزني د ولسونو له لوري تقدیر شول، د ویاړ پټکې ورپر سر کړل شوو او تقدیر نامې ورکړی شوې.
دغه غونډه چې د اګست میاشتې په جګړه کې وژل شوېو پولیس سرتېرو او ولسي خلکو ته د دوعا په کولو سره پای ته ورسېده، د غزني والي وحیدالله کلیمزي د غزني له ولسونو څخه مننه وکړه چې له خپلو امنیتي سرتېرو سره مینه لري او هغوی ستايي.
 
https://avapress.com/vdcaiwn6e49n0a1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته