دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۹
د مطلب کود : 170886
طالبان راتلونکي پړاو خبرو کې د انس حقاني د خوشې کیدو غوښتنه هم کوي
یو شمیر امریکايي رسنیو ویلي طالبان له امریکا سره د راتلونکي پړاو خبرو کې د بندیانو یو لیست خوشې کیدو لپاره چمتو کړی، چې د جلال الدین حقاني زوی انس حقاني زوی هم پکې دی.
څلورو طالب چارواکو د امریکا (ان بي سي) شبکې ته ویلي چې د حقاني شبکې د بنسټګر د ځوان زوی نوم د هغو لسو بندیانو په نوملړ کې دی چې طالبان غواړي امریکا سره د خبرو بل پړاو کې، د هغوی پر خوشې کیدو ټینګار وکړي.
بله خوا هلمند کې د طالبانو یوه قومندان ویلي چې امریکایي چارواکو سره دغه خبرې به د پایله لرونکو یا هم د تل لپاره د دغو خبرو پای ته رسیدو کې مرسته وکړي، که چیرې هغوی راتلونکو خبرو کې ریښتنیي وي نو د بندیانو د تبادلې غوښتنه به ومني.
دغو چارواکو ویلي چې امریکا سره د خبرو بل پړاو به ډیر ژر پيل شي.
بل لوري یوه طالب چارواکي دا هم ویلي چې زلمی خلیل زاد د تیرې سه شنبې په ورځ متحده عربی اماراتو ته تللی خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا دغه خبر نه دی تایید کړی.
له دې ټولو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بل پړاو خبرو ته د نیټې ټاکل او دا چې د بندیانو د تبادلې ټاکنه به د میز پر سر وي ردوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfcxdyvw6deca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته