د ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې وړمه شپه د ۲۰۳ تندرقول اردو د دریمې پلې لوأ ځواکونو دغزني ولایت د ګیرو په ولسوالۍ کې د وسله والو ترهګرو ډلییز بریدونه په شاه تمبولی، چې په ترڅ کې ۱۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د نښتې په پایله کې دوه میله کلاشنکوفونه سره د شپږعدده شاجورې، یوه کړۍ لاسي بم او دوه کړۍ ماینونه دامنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې نښته کې د تندرقول اردو دوه تنه سرتیري هم ټپیان شوی دي.
د تندر قول اردو په وینا، د دې ترڅنګ د تندرقول اردو جزو تامونو د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ پورې اړونده د پیرکوټي په سیمه کې ۹ تنه وسله وال مخالفین وژلي او شپږ تنه ژوبل کړي دي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې د تندر قول اردو ماین پاکوونکو ټیمونو د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ او دغزني – زابل په لویه لاره ۲۵ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)