کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قریشي په پاکستان کې د افغان عسکرو د روزنې وړاندیز کړی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 سنبله 1397 ساعت 16:50


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي پرون کابل ته راورسید، چې د حکومت له دواړو مشرانو او د بهرنیو چارو له وزیر سره يې وکتل.
قریشي له افغان مشرانو سره د مرستې لپاره ژمنې وکړې او هغوی ته يې د افغان عسکرو د روزنې وړاندیز هم وکړ.

له ارګ او اجراییه ریاست نه په جلا جلا خبرپاڼو کې له شامحمود قریشي سره د لېدنو په تړاو خبرپاڼې خپرې شوې او دواړو مشرانو ورته د مبارکۍ تر څنګ د ښو اړیکو هیله کړې.

په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال هم دې سفر ته په ارزښتناکه سترګه کتلي او ويلي يې دي، هیله لري چې د سولې او ثبات لامل شي.

د افغان عسکرو د روزنې په تړاو د افغان مشرانو دریځ نه دی په ډاګه شوی، خو تر دې وړاندې په ۲۰۱۵م کال کې هم شپږ تنه د ملي اردو عسکر اسلام اباد ته د روزنې لپاره ولېږل شول، چې د ایبټ اباد کاکول پوځي اکاډیمۍ کې له یو نیم کال روزنې وروسته فارغ شول.

پاکستاني چارواکو له افغان مشرانو سره په ننګرهار کې د تړلې قونسلګرۍ په تړاو هم خبرې کړې، چې ژر به پرانیستل شي.

له شاه محمود قريشي سره په دغه سفر کې د بهرنيوچارو وزارت مرستياله تهمينه جنجوعه او نور لوړ پوړي پاکستاني چارواکي شامل و.


د مطلب کود: 170898

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170898/قریشي-په-پاکستان-کې-د-افغان-عسکرو-روزنې-وړاندیز-کړی

آوا
  https://www.avapress.com