کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ټاکنو خپلواک کميسيون: د ټاکنیزو دفترونو تړل د ټاکنو د ځنډيدو په معنا دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 سنبله 1397 ساعت 16:57


د ګډ حکومت د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي، چې د ولايتي دفترونو تړل او د کارونو ځنډول يې ممکن د ټاکنو د ځنډېدو لامل شي.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر ګلاجان عبدالبديع صياد نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې کميسيون هڅه کوي، د روانو ستونزو د حل لپاره معقوله لاره پيدا کړي؛ ځکه چې د ټاکنيزو دفترونو تړل د ټاکنو د ځنډېدو لامل کېدای شي.
ښاغلي صياد دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د ګډ حکومت اپوزيسیون ګوندونو ستر ملي ايتلاف تېره ورځ په بلخ، ننګرهار او کندهار کې د احتجاج په ډول د ټاکنو ولايتي دفترونه وتړل او د دفترونو مخته يې اعتراضي خېمې ودرولې.
د ستر ملي ايتلاف وياند محمد ناطقي ويلي، چې د ټاکنو ولايتي دفترونه يې له دې امله تړلي، چې په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د جعلکارۍ مخنيوی او د ګوندونو نيوکو ته درناوی شي.
د ستر ملي ايتلاف مشران وايي، چې حکومت په ټاکنو کې د درغلۍ پلان لري او دغه ټاکنې بايد د سياسي ګوندونو تر څار لاندې وشي.
د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر عبدالبديع صياد وايي، چې سياسي ګوندونه دې خپل وړانديزونه او نيوکې له مشروعو لارو حکومت ته وسپاري او د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره دې له دوی سره مرسته وکړي.
د صياد په وينا دغه ډول ناوړه فعاليتونه نيوکې نه، بلکې د ټاکنو د ترسره کېدو پر وړاندې خنډ دي.
ټاکل شوې، چې پارلماني ټاکنې د راتلونکې تلې مياشت په اتلسمه ترسره شي، خو په هېواد کې د روانو ناندريو، تورونو او نيوکو له امله له ځنډ او خنډ سره مخ کېدای شي.
 


د مطلب کود: 170899

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170899/د-ټاکنو-خپلواک-کميسيون-ټاکنیزو-دفترونو-تړل-ځنډيدو-په-معنا-دي

آوا
  https://www.avapress.com