خوښ ديک ۰

ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله له عبدالرب رسول سیاف سره ولیدل

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف سره ولیدل
ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله له عبدالرب رسول سیاف سره ولیدل

ارګ ماڼی په یوه لنډ بیان کې ویلي، چې ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله له ښاغلي سیاف سره د کتنې پر مهال پر یو لړ مهمو ملي مسایلو بحث او خبرې کړي.
خبرپاڼه زیاتوي ”د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن سهار د جهادي رهبر استاد سیاف په بلنه د سهارنۍ لپاره د کابل پغمان ولسوالۍ کې د هغه کور ته ورغلل. “
د ارګ ماڼی په وینا، په دغه میلمستیا کې دوی د ورځنیو مسائلو ترڅنګ د هېواد په روانو سیاسي او امنیتي موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.
د جمهوري ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې نور جزئیات نه دی ورکړل شوي خو دا په داسې حال کې ده چې د افغانانو په مشری د سولې لپاره هلې ځلې تیزې شوې دي.
ښاغلي سیاف تردې مخکې ویلي و چې د افغانستان لوی ملي ائتلاف او یو شمېر بانفوذه شخصیتونه دې نتېجې ته رسېدلي چې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو لپاره یو پلاوی وټاکي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
یکشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۸
د مطلب کود: 170902 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *