دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۶
د مطلب کود : 170920
حکمتیار اسلامی ګوند داعش غړو ته زده کړی ورکوی
په داسی حال کې ددی مخکې دا ګمان شتون درلود چی ګلبدین حکمتیار ملاتړ لاندی ګوند د داعش تروریستی ډلې څخه ملاتړ کوی، ځینی پشتو زبانه خبری سرچینی، دا تروریستی ډله د اسلامی ګوند نظامی بازو بولی.

سیمه ایز سرچینی نن تکی آسیا ته وویل چی اسلامی ګوند د ګلبدین حکمتیار په مشری د افغانستان په ختیځ کې د داعش تروریستی ډلې جنګیدونکو زده کړی ورکولو دنده په غاړه لری.
ددی ګزارش په اساس امان الله خان د اسلامی ګوند قومانده د کنر په ولایت کې د داعش ډلی غړو زده کړی مسئولیت په غاړه لری. خبری سرچینی هم وویل چی امان الله خان څو ورخې مخکې د حکمتیار سره کابل کې لیدنه کړی دی.
حکمتیار په دی لیدنه کې د اسلامی ګوند قوماندی څخه غوښتی ترڅو داعش جنګیدونکی ډله د زده کړو ورکولو وروسته کنر ولایت شیګل ولسوالی کې مستقر کړی.
دا قومانده د داعش تروریستی ډلې څخه ملاتړ او زده کړی ورکولو سره کنر ولایت کې مخالفت کړی دی، خو اسلامی ګوند رهبر په دی هیواد کې جنګ ادامه لپاره داعش ډلې پیاوړی کول ضروری بللی دی.
دا په داسی حال کې دی چی حکمتیار مخکې له دی ددی ګوند جنګیدونکو څخه غوښتی چی د داعش او طالبانو ترمنځ نښتو کې د داعش څخه ملاتړ وکړی.
مخکی له دی هم د داعش تروریستی ډلې غړۍ چی کابل کې نیول شوی وو د اسلامی ګوند رهبر حکمتیار سره اړیکو په سبب محکمه نه شو ترڅو داعش غړو او اسلامی ګوند اړیکی افشا نه شی.
 
https://avapress.com/vdcew78z7jh8foi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته