کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملګرو ملتونو امنيت شورا نن د افغانستان پر موضوع بحث کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 سنبله 1397 ساعت 10:32

د ملګرو ملتونو امنيت شورا نن دوشنبه د افغانستان پر موضوع بحث کوي.



د امنیت شورا نننۍ غونډې ته به د افغانستان پر وضعیت د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش وروستی رپوټ وڅېړل شي.
یوناما یا په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت پرون په یوه بیان کې ویلی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو خاص استازی تادامیچي یاماموتو به هم خپل رپوټ وړاندې کړي.
د یوناما د بیان په اساس د ښاغلي یاماموتو په رپوټ کې د افغانستان په روان وضعیت او په نړیوالې سولې او امنیت یې د اغېزو په اړه توضیحات راغلي دي.
د یاماموتو د دې رپوټ په یوه برخه کې چې وار له مخه له رسنیو سره شریک شوی د افغانستان امنیتي وضعیت کړکېچن بلل شوی
 


د مطلب کود: 170923

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170923/د-ملګرو-ملتونو-امنيت-شورا-نن-افغانستان-پر-موضوع-بحث-کوي

آوا
  https://www.avapress.com