د امنیت شورا نننۍ غونډې ته به د افغانستان پر وضعیت د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش وروستی رپوټ وڅېړل شي.
یوناما یا په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت پرون په یوه بیان کې ویلی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو خاص استازی تادامیچي یاماموتو به هم خپل رپوټ وړاندې کړي.
د یوناما د بیان په اساس د ښاغلي یاماموتو په رپوټ کې د افغانستان په روان وضعیت او په نړیوالې سولې او امنیت یې د اغېزو په اړه توضیحات راغلي دي.
د یاماموتو د دې رپوټ په یوه برخه کې چې وار له مخه له رسنیو سره شریک شوی د افغانستان امنیتي وضعیت کړکېچن بلل شوی
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)