کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سیاسی ګوندونو وروستی اقدام په وړاندی عبدالله عبدالله غبرګون

26 سنبله 1397 ساعت 10:34

د ملی یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولایتي دفترونو په وړاندې د سیاسي ګوندونو وروستی اقدام په اړه عکس العمل وښود.



ښاغلي عبدالله د وزیرانو شورا په نننی غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې د انتخاباتي دفترونو تړل کېدل د ټاکنو روڼتیا نه شي تضمینولی.
د لوی ملي ائتلاف باوري سرچینې وایي د یاد ائتلاف پلویانو په هلمند، بلخ، او کندهار ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفترونه تړلي دي.
سرچینې زیاتوي، چې حکومت او د ټاکنو کمېسیون د سیاسي ګوندونو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلي او له همدې امله دوی په دغه کار لاس پورې کړی دی.
د لوی ملي ائتلاف پلویان خبرداری ورکوي، چې که حکومت او ټاکنو خپلواک کمېسیون د سیساسي ګوندونو غوښتنو ته مثب ځواب ورنه کړي، نو دوی به په نورو ولایتونو کې هم انتخاباتي دفترونه وتړي.
د بایومټریک له لارې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د بیا پیل او د ټاکنو له بهیر څخه څارنې د لوی ملي ائتلاف او یو شمېر نورو سیاسي ګوندونو له مهمو غوښتنو څخه ګڼل کېږي.
 


د مطلب کود: 170926

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170926/سیاسی-ګوندونو-وروستی-اقدام-په-وړاندی-عبدالله-غبرګون

آوا
  https://www.avapress.com