دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۵
د مطلب کود : 170937
په فراه کې ۱۷ امنیتي سرتېري وژل شوي
په فراه ولایت کې تېره شپه په دوه بېلابېلو پېښو کې ۱۷ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د فراه ولایتي شورا رییس فرید بختور وايي، وسلوالو د مرکز په سور سیمه کې د ملي اردو پر پوسته برید کړی، چې له کبله یی اووه سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.
هغه زیاته کړې، چې وسلوالو د فراه د پشت رود ولسوالۍ په ګجکین سیمه کې هم یوه امنیتي پوسته نیولې ده.
نوموړي دغه راز ویلي، چې په دې برید کې لس پولیسو ژوند له لاسه ورکړی او وسلوالو یې وسلې او مهمات له ځان سره وړي دي.
تراوسه امنیتي چارواکو او طالبانو په دې اړه څه ندي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې مخکې د ملي اردو یوه چورلکه په خاکسفید ولسوالۍ کې پر طالبانو د عملیاتو پر وخت رالویدلې، چې په کې د پیلوت توریالي په ګډون پېنځه کسان وژل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcc1xqsm2bqmo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته