امنیتي سرچینو ویلي، چې د هرات- بادغیس پر لویه لار د بند سبزک په اړوند سیمه کې طالبانو د ملي پولیسو د احتیاط کندک قومندان له خپلو څلور ساتونکیو سره وژلی دی.
د بادغیس ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند نقیب الله امیني وایي، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه ناوخته د بند سبزک په اړوند سیمه کې پر څو امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې په کې د امنیتي پولیسو د احتیاط کندک قومندان عبدالحکیم له خپلو ۴ ساتونکیو سره وژل شوي دي.
هغه دا هم ویلي، چې په دې نښته کې ۲۲ وسلوال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ په دې نښته کې پولیسو د طالبانو دوه میله پیکا، یو میل د اوږې توغندی او اته موتر سایکلونه تر لاسه کړي دي.
وسلوالو طالبانو د دغو بریدونو په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې مخکې هم د دغه ولایت د قادس او قلعه نو پر لویه لار د کته ګران او آب بخش په اړوند سیمو کې طالبانو پر پولیسو برید کړی و، چې په کې ۱۳ طالبان او دوه امنیتي سرتېري وژل شوي وه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)