دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۳۸
د مطلب کود : 170964
له اروپا، چین، روسیې، دوبۍ او د هند له ټولو ښارونو سره نوي هوایي دهلېزونه رامنځته شوي دي
په مالي او بانکي چارو کې د جمهوري ریاست ستر مشاوریت د هیواد له هوایي شرکتونو، صنایعو او سوداګرۍ خونې سره اروپا، چین، روسیې، دوبۍ او د هند ټولو ښارونو ته د هوایي دهلېزونو د رامنځته کېدو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي. د نویو هوایي دهلېزونو د رامنځته کېدو موخه یادو هیوادونو ته د افغانستان د صادراتو د کچې لوړول دي.
په مالي او بانکي چارو کې د جمهوري ریاست د مشاوریت دفتر د عامه اړیکو مسوول، سمیر رسا د دوشنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل:" نېږدې راتلونکې کې به اروپا، چین، روسیې، دوبۍ او د هند ټولو ښارونو ته د نویو هوایي دهلېزونو له لارې سوداګریز توکي ولېږدول شي."  
له دې مخکې له ترکیې، سعودي عربستان، قزاقستان او د هندوستان له ډهلي او ممبي ښارونو سره هوایي دهلېزونه رامنځته شوي وو، چې له پیل څخه تر دې مهاله د دغو هوایي دهلېزونو له لارې ۱۶۹ الوتنې ترسره شوې دي. په دې الوتنو کې د تازه او وچو مېوو، د هنګ طبي بوټو، قالینو او پوستکو په ګډون ۲۹۶۱ ټنه سوداګریز توکي لېږدول شوي دي.
رسا د اقتصاد د عالي شورا لخوا د صنعتي پارکونو د پالیسې تصویب ته په اشارې سره وویل، اوس مهال د ۱۱ ولایتونو په ۱۳ صنعتي پارکونو کې پانګې اچوونکو ته د ځمکو د وېش زمینه برابره شوې ده. نوموړي زیاته کړه، چې ډېر ژر به د باریک آب په صنعتي پارک کې هغو ۱۶ شرکتونو ته چې په شرایطو برابردي د ځمکو د وېش لړۍ پیل شي.
په مالي او بانکي چارو کې د جمهوري ریاست د مشاوریت دفتر د عامه اړیکو مسوول، د افغانستان او هندوستان د سوداګریز نندارتون، چې د څلورو ورځو لپاره د ممبي په ښار کې جوړ شوی و، د پانګې اچوونکو لپاره یوه ښه فرصت وباله او زیاته یې کړه، چې په هغه کې د ۳۰۰ افغان سوداګرو ۱۶۰ غرفې، ۱۲۰۰ هندي شرکتونو او د نړۍ له بېلابېلو هیوادونو څخه څه باندې ۱۰۰ کسانو ګډون کړی وو.
افغان سوداګرو په دې نندارتون کې د قالینو، وچو مېوو، کانونو، روغتیا، انرژۍ، ټکنالوژۍ او خدمتونو په برخو کې سلګونه تړونونه لاسلیک کړل.  
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccexqs02bqmo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته