د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند نقیب، نن ورځ په دی اړه رسینو ټه ویلی دی، یاد نښته د یکشنپی په ورځ رامنځته شوی ده او دواړو لورو ۴۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دوی وایی، پرون و سله والو طالبانو د بند سبزک په سیمه کې د لویې لارې ساتنې ټولې د پولیسو پر پوستو بریدونه پیل کړل.
هغوی څرګندوی، طالبانو د پولیسو له سخت مقاومت او ځوابیه برید سره مخ شوي، خو په عملیاتو کې یې ۵ تنه امنیتی پولیس وژل شوي او ۴نور ټپیان شوي دي.
سرچینی زیاتوی، ددغه عملیاتو کې ۲۲ تنه وسله والو طالبانو وژل شوي او ۱۶ نور یې ټپیان شوي دي.
خو تر اوسه یاد وسله والو په دی اړه رسنیو ته څه نه دی ویلی.