کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روان استخباراتي جنګ په اړه د ولسمشر غني تازه څرګندونې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 سنبله 1397 ساعت 10:15



د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي په افغانستان کې روان جنګ استخباراتي او د افغانستان د خلکو پر ضد جنګ دی.

ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي چې ولسمشر غني دغه څرګندونې د ملي امنیت ریاست له یو شمېر منسوبینو او له رهبري پلاوی سره د کتنې پر مهال وکړې.
هغه وویل زموږ موخه ملي او مذهبي وفاق او د افغانانو  روښانه راتلونکی دی، دغه راز زموږ موخه داده چې افغانستان بیا ځلي د بین المللي تروریزم او د سیمه‎‎ییزې او نړیوالۍ بې ثباتي پر ځاله بدل نه شي.
ولسمشر غني زیاته کړه، چې موږ د بحران دوام نه، بلکې ختمول یې غواړو. هغه څرګنده کړه، موږ د یوه ملي ستر میراث پر وړاندې مسوول یوو چې هغه ملي یووالی دی، دغه راز زموږ تاریخي رسالت دا دی چې راتلونکو نسلونو ته د ژوند غوره شرایط برابر کړو.
د ولسمشر غني په وینا، د افغانستان او سويلي اسیا لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ستراتېژي، هغه ستراتېژي ده چې افغانانو له څلوېښت کلونو راپدېخوا غوښتله.
هغه څرګنده کړه، د سولې امکانات له بل هر وخت څخه بهتر دي، د جنګ ماهیت تغیر کړی. د افغانستان امنیتي ځواکونو وښوده چې د پرمختللو او مجهزو بین المللي قواوو ځای یې ونیوه او ورځ په ورځ د دوی قوت ډېرېږي. پوښتنه داده چې ایا غواړئ په داسې وخت کې چې سولې ته نږدې یوو، ځان په انزوا کې واچوو؟ دوهم بدیل مو څه دی، له نړۍ غواړئ چې بیا سل زره عسکر راولېږي او څوک دا غواړي؟
ولسمشر غني زیاته کړه، په سیمه کې ځینې غواړي زموږ بین المللي ارتباطات له منځه یوسي، هغه شی مو چې په عقل او قربانۍ ترلاسه کړی دی په احساساتو یې ولې له لاسه ورکړو؟
جمهوررئیس د ملي امنیت منسوبینو ته ډاډ ورکړ چې هېواد د سولې له راتګ وروسته تاسې ته اړتیا لري او موږ به د هېواد په ملي امنیت کې له هیڅ راز پانګونې دریغ ونه کړو.
 


د مطلب کود: 170985

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170985/د-روان-استخباراتي-جنګ-په-اړه-ولسمشر-غني-تازه-څرګندونې

آوا
  https://www.avapress.com