دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۷
د مطلب کود : 170995

کار روزګار د ژوند سمبالوونکی عنصر

محراب الدین یوسفزی لیکنه
کار روزګار د ژوند سمبالوونکی عنصر

 
 
 
کار او روزګار، د ژوند اصلی سمبالوونکې عناصر دی، ځکه چی په اوسنیو وختونو کې، د ژوند او روزګار پرمخ بېول، له خورا ډیرو ستونځو سره مخامخ دی. ځمکې ته د ابوالبشر د راکوزیدو اصلی لامل د اوو چی د ابوالبشر اولادونه او نسلونه، په ځمکه کې د کار او زیار په وسیله په خپلو لاسو او خپلې ځواکمنۍ د ژوند اړین توکې پیدا او خپلې ژوند چارې پری سمبال کړی! الله تعالی په خپل بی مثله واک او ځواک سره په انسان کې، ددې شمیه او توان ایښیی دی چی یوه ورځ د بلې په نسبت، د ژوند اړین وسایل او مسایل په ښه توګه پرمخ بوځی او خپله اړتیا پوره کړی، نو څکه خو د ټولنپوهنې علماء وایی چی انسانی ژوند په تدریجی توګه ارتقاء کړي او ددی دعوه کوی چی د کایناتو د تسخیرولو لپاره به هم لار ګودر مومی!
له بده مرغه زموږ وګړي، ډېری په دې تمه او هیله دی چی نن او که سباوی، زموږ نړیوال دوستان، به راشی او موږ به له ځان سره د کهکشان نندارې ته بوځی؛ په دی نه پوهیږی چی د هرچا بېل هیواد او بیل یی ستاد او فساد!
په هر صورت، وایی چی افلاطون لمړنی فیلسوف وو چی د تاریخ په ډیره تورتمه دوره یعنی د حضرت عیسی له زیږیدیز نه څو سوه کاله مخکې یی د جمهوریت په نوم یو کتاب ولیکه چی ډیر اوچت ارزښت یی درولد، په دغه کتاب کې یوشمیر نظریات، د تلپاره د قدر وړ دی.
هغه په دغه کتاب کې لیکلی: سوداګری او په هغې پورې اړوند چاری، لکه دوکانداری اودې ته ورته نوری چاری باید په مارکیټی ډول منظمی او د هرچا د استفادی وړشی، داسی نه لکه افغانستان کې چی د استوګنی د کورونو په نسبت دوکانونه په کې دیر او په ټولنیز لحاظ یی، له ګټی نه نقصان ډیروی، ځکه چی له وی خوا یی ډیره ګټوره او حاصل خیزه ځمکهم اشغال کړی او له بلی خوایی هغه بشری ځواک، باید په تولیدی، عمرانی او نورو ګټورو چارو بوخت وای، په لږ ګټو او بی خونده کار بوخت شوی چی په حقیقت کې بیکاره ځان مشغولوونکې او د ځان غولوونکې ښکاری، دغه قشر ځواک او نیرو، ورځ په ورځ یی ګټی له لاسه وځی!!
هغه کانتینرونه چی په ښارونو او بازارونو کې یی ډېره ځمکه اشغال کړې، نه یواځی داچی د وزګارتیا او مکروبونو سرچینی دی،. په حقیقت کې هغه زندانوهن دی چی اوسیدونکې یی دی باریکی نکتی ته پام نه لری.
د افلاطون په قول، ددغو دوکاندارانو ټول افکار او د ستګرو څاریی، دی ته متوجه وی چی کوم بیچاره دښتی یا د غره اوسیدونکې چی نوی ښار او یا بازار ته راغلی وی، په څه ډول او کوم نیرنګ او چل او فریب سره جیبونه خالی کړی؟ چی په دی اړه، دغسی وږ سترګی او دید، او غلاوو کوونکې ظالمان، نه له خدایه وېریږی او نه له بندګانو شرمیږی، فقط چی هر]ه ته یی لاس رسیږی، صرفه پری نه کوی، نو ځکه خو د غلو او شرکمارو نوم پری ایښودل کیږی.
افلاطون نظر ورکړی وو چی کله بازار یا تجارت په بشپړه توګه، مارکېټی بڼه غوره کړی، د پلورنې او پېریدنې چاری اسانیږی، نو ځکه سپک کارونه باید زړې ښځی، زاړه نارینه، معیوبین او معلولین او هغوی چی سترګې او لاسونه یی فعال وی، ترسره کړی او هغه روغ رمټ، مټور او د ځواک څښتن ځوانان چی سترګی او لاسونه یی کار کوی، هغوی ته دولت باید تولیدی کارونه زمینه برابره کړی، ځکه وزګارتیا چی د هې نظریی پر بنسټ څېړل کی/ی، د فسادونو منبع ګڼل کیږی، د ژور فکر څښتنان پدی پوهیږی چی وزګارتیا یوه نه جبیره کیدونکې خساره او د اندئښنې وړ زیان دی.
زموږ د ژور فکر لرونکې ځوانان باید په دی وپوهیږی چی په اوسنیو شرایطو کې، هیڅوک باید له خپل ورځنۍ کار او وزګار څخه مخ وانه ړوی، ځکه چی په موجود وخت کې، وزګارتیا او بیکاری، هغه ناخواله ده چی چبیره یی نه کېدونکې او نه منونکی ده. زموږ په زرګونو پوهیالی ځوانان، د وزګارتیا له امله پردیو هیوادونو ته روان دی، څوک په بحرونو کې غرق او د نهنګانو د خوراک شول، څک په دښتو، مېږو او ځنګلونو کې د څیروونکو حیوانانتو د خوراک شول، څوک مو په کور دننه، د کار او وزګار، د نه شتون له برکته، په خپلمنځی جګړو کې ووژل شول، حکومت مو د ډیری مودی راهیسی، د نړیوالی توطئی په لومه کې نښتی، نه د هیواد د اقتصاد لپاره او نه د ټولنیز انسجام په اړه څه پروګرام شته او نه په دی اړه څه فکر او ذکر!!
دا د دولت د واکمنو، اقتصادپوهانو، سیاستمدارانو او نورو فنی او مسلکی ماهرانو ایمانی او وجدانی دنده ده چی په پلانیزه او منظمه توګه، د وزګارتیا د هرې بڼې د مخنیوی او د هر کار او بار، د له منځه وړلو لپاره، نه ستړی کیدونکې هلې ځلې وکړی، څو زمږ د ټولو کړیدلو او رنځیدلو هیوادوالو ژوند، د سمن په لور لار مومی او کوچنیان ځوانان مو په مدرسیو او مکاتبو کې، د ښه لیک او لوست څښتنان او د سمې او سیخی لاری لارویان تری جوړ او د مور او پلار د زړونو د تپاک ماتېدونکې شی.
هیله مند یم چی زموږ هیواد واکمن، په مخلصانه توګه د خپل هیواد او خلګو، په تیره بیا د نوی نسل د روزنې او پوهاوی په اړه، خپل ټول رول او ځواک په کار واچوی، څو زموږ اوسنۍ او راتلونکې نسل، له پوهاوی سره سره، د هیواد لپاره یی له کورنیو او بهرنیو پوهانو او دوستانو سره شریکی کړې، څو په لږ زمانی واټن کې، د خپل هیواد او هیواد والو هیلی ترسره شی.
په همدی هیله.
 
 
https://avapress.com/vdcgyz9qnak9uy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته