دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۵
د مطلب کود : 170999

الهی اعجاز او د مسلمانانو بې پروایی

د محراب الدین یوسفزی لیکنه
الهی اعجاز او د مسلمانانو بې پروایی

 
رب العزت انسانانو ته په هر عصر او زمان کې د هدایت او لارښوونې وسایل او ذرایع کارولي، څو د انسانانو د عبرت او نجات لامل شی، په تېرو زمانو کې یې انبیاء او رسولان (علیهم السلام) د انسانانو د کړندود او د ژوند دود د پلی کولو لپاره ګمارلي، خو د انبیاؤ د سردار محمد مصطفی(صلی الله علیه و آله و سلم) تر بعثت او رحلت وروسته، دا سلسله بنده شوې او د انسانې پرګنو د لارښوونې دنده یی علماؤ او پوهانو ته سپارلې ده، څو د محمدی شریعت په ړڼا کې د لارښوونې دنده سرته ورسوی، ددې ترڅنګ، ځینې نورې پېښی هم د انسانانو په ژوند کې په نامرئی او نادوده توګه مقاع کېږی چی د انسانانو لپاره د هدایت پیغام له ځان سره لری، هوښیاران ترې عبرت اخلي او ناپوهان ترې بې پروا تېریږی!
ډیځله لیدل شوی چی د غره په کاڼو کې د الله جل جلاله او د محمد صلی الله علیه و آله و سلم نومونه، په عبرتناکه ډول لیکل شی وی، د تورو بانجانو او هندوانو په تخمونو او دانوکې، همداسې اعجازی نښی یعنی د الله جل جلاله او د محمد صلی علیه و اله وسلم نومونه لیکل شوی دی، همدارنګه څو کاله وړاندی، د جنوبی افریقا په ځنګلونو کې یوځای په قدرتی توګه، ونو د لااله الالله شکل غوره کړي وو؛ څوکاله وړاندې  د هېواد په شمال کې د یو سړي وزه، لنګه شوې وه، په قدرتي توګه د وزې د بچی پوستکي تورنګ درلود او په سپین رنګ، پرې لااله الاالله لیکل شوی وو.
یو کال وړاندی په قزاقستان کې، په یو مسلمانې کورنۍ کې یو ماشوم وزیږید، چی کله به ماشوم وږی شوه نو پر بندن باندی به یی په قدرتې توګه د قرآنکریم آیتونه ښکاره شول چی کله به یی شیدې ورکړی، نو آیتونه به یی بېرته په پوستکې کې ناڅرګند شول، همدارنګه د بی بی مهری په دارالحفاظ کې د یو قاري د سترګې په تور کې، په قدرتی توګه په سور رنګ د محمد صلی الله علیه و آله وسلم نوم لیکل شوی وو، دې ته ورته نورې ډېری قدرتی پیېښی په دی وروستیو کلونو کې رامنځته شوی دی چی د ټولې عبرت وړ او انسان ته د واحد او لا شریک الله د وجود وحدانیت، خالقیت، مالکیت او تصرف زیری ورکوی.
په پای کې درنو لوستونکوته، په الجزایر کې، د یوه درې کلن ماشوم د قرانکریم د حافظ کیدو حقیقی او واقعی کیسه، د هغه د موله خولې بیان کړو، کومه چی د (الاسلام) په اوه نیزه کې خپره شوې او مونږ ورڅخه اړین اخذ کړی دی: د ماشوم مور د (کهف) د سورت د تلاوت په تکرار عدت درلود، نو زوی یی خپلې لومړنۍ خبرې کول ددی سورت په لوستلو پېل کړې.
ماشوم عبدالرحمن فارح نومیږی او په ۱۳۸۹ ه ش کال کې دری کلن وو او هغه الله تعلی ددی لپاره غوره کړی چی ټب ذهنو انسانانو ته د خپل اعجاز نښې وښئی، الله تعلی خپل دغه اعجاز، د تېر لمریز(یعنی د ۱۳۸۹ ) کال د رمضان المبارک په میاشت کې د الجزایر هېواد له تلویزیون څخه لمړۍ ځل د عبدالرحمن فارح په غږ او بیا د شیخ العفاسی په غږ له تلویزیون څخه خپور کړ.
ایا کوم چا داسې اوریدلی او یا کومو سترګو داسی لیدلي چی یو ماشوم دې د خپل ژوند او عمر په درییم کال، قرآنکریم حفظ کړي وی، او یا د سورت کهف په څېر د اوږدو سورتونو حفظ ورته اسان وی هغه هم د تلاوت او اصولو او احکامو برابر، له غلظۍ او د سورتونو پرله بل سره له ګډودولو پرته-ددغه ماشوم نوم، دهغه لقب په برکې نیسی یعنی هغه فارح خوشحال دی او دده مور او پلار ته محقق شوی چی په داسی زوی وویاړی او دالله تعالی ددی خاص فضل او مرحمت شکراداء کړی. هغه څه چی موږ ته مشهور شوی دادی چی ماشوم په دری کلنۍ کې تل په زړاوی او لوبې کوی او په خورا ښه حالت کې د خپل چوشک سره ویده وی، خو زموږ فارح په داسی حال کې چی خوله یی د خندا ډکه وی، قرآن لولې، خپل اړوند وسایل کلک نیسی او حرکت ورکوی او د قرآن له لوستلو، نه منع کیږی، کله چی ځینی وختونه قرآن په لوستلو کې اشتباه وکړی، موریی ورته صحیح کوی، هغه تصحیح منی او خپل قرائت ته ادامه ورکوی او نه دریږی، مګر هغه وخت دریږی چی سورت پای ته ورسیږی، د هغه د څېرې حالات د قرآن د آیاتونو په بدلون بدلیږی او قرآن د هغه له احکامو سره تلاوتوی، نو د هغه ماشوم له پاره چی عمر یی له دری کلونو څخه زیات نه وی، څنګه کولای شی چی د کهف مریم او د عم پاره او حتی نبوی آحادیث حفظوی؟ هغه وخت چی ته د عبدالرحمن په مخکې ودریږی او هغه درګرده قرآن له تجوید او احکامو سره حفظوی، ګمان کوی چی په رښتیا د کوم شیخ یا د مسجد د کوم امام په مخ کې ولاړیی!
کله چی دهغه څخه عمر په اړه پوښتنه وښی نو وایی اوه کلن یم، خو کله چی قرآن لوستل تری وغواړو، کوم ټکی تری نه هېریږی او هیڅ توقف نه کوی، مګر کله چی خپلې کومې غلطیانې سمی کړی، تردې پوری چی کله کوم مکسره حروف لولی، کله چی موږ یی له مورڅخه و پوښتو چی عبدالرحمن قرآن څه ډول حفظ کړ؟ داسی ځواب راکوی: هغه مهال چی زه حامله وم، د قرآن تلاوت مې کاوه او د جمعې په ورځ مې ډیر تلاوت کاوه، هره ورځ به می د معوذتین او سورت الملک تلاوت کاوه، د عبدالرحمن له زېږیدو، وروسته مې هره ورځ، د هغه حفظ لپاره رقیه کواه او پرهغه مې د سهار او ماښام تلاوت کاوه، هغه به هغه وخت ویده کیده چی اذکار می پرې لوستل او کله چی به مې پرې رقیه وکړه نو آرام او ویده به شو.
هغې وویل چی هغه د لوبو په وخت کې قرآن کریم آیتونه زمزمه کول او کله چی به می ورته کارتون پرواګرام ورته جوړ کړم، نو ناخوښه به شو او نه یی منل او له ما څخه یی غوښتل چی د العفاسی شبکه یا چینل ورته ونیسم، څودی یی ووینی او آرام شی.
عبدالرحمن نه کوم مدرسی ته تللی او نه کوم مسجد ته خو قرآن کریم طریقه سره سم لولی او هغه پلار په وینا د الله تعالی د کتاب د حفظ ملایک دی، موریی له دې څخه وېره لری چی که هغه له نور ماشومانو سره په کوڅه او بازارکې په لوبو مشغول شی او یا د بل څه په یادولو او حفظولو مشغول شی، هغه برخه د قرآن یی چی حفظ کړی، له هېره به یی ووځی، مور یی په ډېری خوښۍ سره په تېر رمضان المبارک کې د هغه د قرآنکریم د ختم کولو خبر خپور کړ.
د عبدالرحمن فارح په عمرکې الله تعالی برکت واچوی. زموږ موخه له دی یادونې څخه داده چی په هغه پیمانه چی په ننۍ نړۍ کې، انسانانو د ساینس او تخنیک له پرمختګ څخه بده او منفی ټه اخیستی او الهی لارښوونې یی شاته غورځولي او یواځی ددی فانی او بیوفا نړۍ په زرق او برق غولیدلی او آخرت یی له یاد ویستلی دی، نو ځکه مو وغوښتل چی مسلمانانو ته په لنډ ډول، الله تعالی، د هغو نښو یادونه وکړو چی په دی وروستیو کې زموږ لارښوونې او عبرت لپاره راښوولې دی.
مسلمانانو ته په کار دی چی د دنیوی ژوند د سمبالښت ترڅنګ، آخرت ته هم توګه ولری، ژوند د الله تعالی درالیږلي لارښود او قانون په رڼا کې، سمبال او پرمخ بوځی، ځکه د اسلام سپیحلی دین، آئېن او قانون هغه لارښود ده چی د ټول بشریت د دنیوی او اخروی نېکمرغیو اسباب، لوازم او ذرایع ورسره مل دی، موږ باید له هغو څخه ګټه واخلو، په عقیده کې ځای ورکړو او د اعمالو بنسټ یې وګرځوو، څو د دنیا او آرخت وداني پرې بناکړو.
 
https://avapress.com/vdcaown6o49n0o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته