دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۸
د مطلب کود : 171000
کابل کې د عاشورا پر لمانځوونکو د تروریستی برید پلانونو په تور داعش ۲۶ غړو نیول کیدنه
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي په پلازمېنه کابل ښار کې د عاشورا پر لمانځوونکو د ترویستي برید د پلانونو په تور د داعش ۲۶ غړي نیولي دي.

د ملي امنیت ریاست یوه باخبره سرچینه وایي دغه کسان د بېلا بېلو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې د دغې ډلې مشر، عبدالله د سلطان شاه زوی، هم د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
د اسلامي دولت نومې ډلې پلویانو په ګډون د دولت ضد وسله والې او ترهګرې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې د داعش ډلې پلویانو تر دې مخکې هم د کابل ښار په لویدیځ کې ګن بریدونه ترسره کړي دي.
د داعش اورپکو شاوخوا دوه اوونی مخکې په دشت برچي سیمه کې د میوند په نوم یوه ورزشي کلب په نښه کړه چې په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
 لومړی چاودنه هغه وخت وشوه چې یوه ځانمرګي بریدګر کلب ته ننوت او په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته یې چاودنه ورکړه.
دوهمه چاودنه شاوخوا ۴۰ دقیقې وروسته  هغه مهال رامنځته شوه کله چې خلک او امبولانسونه د ټپیانو د ژغورنې لپاره کلب ته څېرمه راغونډ شوي ول.
 
https://avapress.com/vdce7z8z7jh8f7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته