دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۴
د مطلب کود : 171001
ننګرهار کې ټاکنو کمیسیون دفتر دروازه بیرته پرانیستل شوي
په ننګرهار ولایت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دفتر دروازه چې د پرلت کوونکو له لوري د انتخباتي کارکوونکو پر مخ تړل شوې وه، د امنیتي ځواکونو له خوا بېرته پرانېستل شوی دی.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وایي، د ننګرهار ټاکنو کمیسون مخې ته درول شوې خیمې ټولې شوي او دفتر د کارکوونکو پرمخ پرانیستی دی.
د راپورونو له مخې، په ننګرهار ولایت کې د ټاکنو کمېسیون د ولایتي دفتر دروازه وړمه ورځ د لوی ملي ائتلاف پلویانو له خوا تړل شوې وه.
د یادونې وړ ده چې د لوی ملي ائتلاف پلویانو تردې مخکې د هرات په ګډون په ۳ ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیون دفترونه تړلې وه.
د یاد ائتلاف پلویان وایي حکومت او د ټاکنو کمېسیون د سیاسي ګوندونو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلي او له همدې امله دوی په دغه کار لاس پورې کړی دی.
د لوی ملي ائتلاف پلویان خبرداری ورکوي، چې که حکومت او ټاکنو خپلواک کمېسیون د سیساسي ګوندونو غوښتنو ته مثب ځواب ورنه کړي، نو دوی به په نورو ولایتونو کې هم انتخاباتي دفترونه وتړي.
د بایومټریک له لارې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د بیا پیل او د ټاکنو له بهیر څخه څارنې د لوی ملي ائتلاف او یو شمېر نورو سیاسي ګوندونو له مهمو غوښتنو څخه ګڼل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcfxydyyw6dexa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته