دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۸
د مطلب کود : 171002
حکومت ته د عطامحمد نور خبرداری
د افغانستان لوی ملي ائتلاف غړی او د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطا محمد نور ادعا کوي چې په هرات ولایت کې د دوی یو شمېر ملګري د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

ښاغلي نور په یوه بیان کې ویلي، چې د لوی ملي ائتلاف یو شمېر پرلت کوونکي په غیرقانوني ډول نیول شوي دي.
نومړی خبرداری ورکوي، چې که د دوی ملګري په عاجله توګه خوشي نه شي نو حکومت به د خلکو ”له بې ساري څپې“ سره مخ شي او عواقب به یې د حکومت په غاړه وي.
د یادونې وړ ده چې د لوی ملي ائتلاف پلویانو د هرات په ګډون په ۳ ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیون دفترونه تړلي دي.
د یاد ائتلاف پلویان وایي حکومت او د ټاکنو کمېسیون د سیاسي ګوندونو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلي او له همدې امله دوی په دغه کار لاس پورې کړی دی.
د لوی ملي ائتلاف پلویان خبرداری ورکوي، چې که حکومت او ټاکنو خپلواک کمېسیون د سیساسي ګوندونو غوښتنو ته مثب ځواب ورنه کړي، نو دوی به په نورو ولایتونو کې هم انتخاباتي دفترونه وتړي.
د بایومټریک له لارې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د بیا پیل او د ټاکنو له بهیر څخه څارنې د لوی ملي ائتلاف او یو شمېر نورو سیاسي ګوندونو له مهمو غوښتنو څخه ګڼل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcgzq9qxak9uz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته