کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د وګړیو د احوال ثبتولو ادارې د کاغدي تذکرو د وېش لړۍ ودروله

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 سنبله 1397 ساعت 19:11



د وګړو د احوال ثبتولو ادارې رییس د رای ورکوونکیو د نوملیکنې د بهیر له دریدو سره سم د وګړیو د احوال ثبتولو ادارې د کاغذي پېژندپاڼو د وېش لړۍ هم ودروله او خلک لدې وروسته کولی شي برښنایي تذکرې واخلي.

د وګړیو د احوال ثبتولو ادارې رییس همایون محتاط زیاتوي، چې د کاغذي تذکرو د وېش ډلې به په څو ولایتونو کې یوازې د بې ځایه شویو کورنیو لپاره پاتې وي.              
اوس د دې بهیرپه دریدو سره د وګړیو د ثبتولو اداره غواړي، چې د برښنایي تذکرو د وېش لړۍ چټکه کړي؛ هغه بهیر، چې د  ولسمشرۍ ماڼۍ پر امر پیل شو، خو د اجرائیه ریاست له مخالفت سره مخ شو.
د جمعیت اسلامي غړی واقف حکیمي وایي، چې د ډېرو تذکرو د وېش په اړه ډېرې خبرې شته؛ حکومت او نړیواله ټولنه هم پرې پوهیږي.        
خلک وایي، تمه لري، چې د دې ملي بهیر پر وړاندې د حکومتي مشرانو اختلافونه حل شي.
عباس نومی زدکړیال(محصل) وایي، چې د برښنایي تذکرو وېش یو ښه کار دی؛ خو د خلکو غوښتنې هم باید ومنل شي.
د کابل اوسیدونکی فایز احمد وایي، چې اوسنۍ ټولې ناخوالې د نفوسو د کره شمېر د نشتوالي له کبله رامنځته شوې دي او باید، چې برښنایي تذکرې ووېشل شي.  
د یادونې ده، چې په الکترونیکي تذکرو کې اصلي مخالفت د قوم د لیکلو په اړه دی. ځینې په دې تذکرو کې د قوم لیکل غواړي؛ خو ځینې نور یې نه غواړي او ځینې نور بیا وایي، چې یوازې دې په تذکرو کې افغان ولیکل شي.
 


د مطلب کود: 171033

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171033/د-وګړیو-احوال-ثبتولو-ادارې-کاغدي-تذکرو-وېش-لړۍ-ودروله

آوا
  https://www.avapress.com