دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۱
د مطلب کود : 171046
ولسمشر غنی هند ته سفر کړي
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یوې لووړپوړي پلاوی په مشری نن سهار د هندوستان پلازمېنه دهلي ښار ته ورسېد.

ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن سهار د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په رسمي سفر د هند پلازمېنې نوي ډيلي ته روان شو.
خبرپاڼه زیاتويو چې په پام کې ده د هېواد جمهوررئیس د هند لومړي وزیر نریندرا مودي سره په کتنه سربېره نن مازدیګر د هند بنسټ له لوري برابرو شویو مراسمو کی د بېلابېلو اکاډمیکو اقشارو استازو ته وینا وکړي.
هند په تېرو شپاړس کلونو کې د افغانستان په بیارغونه شاوخوا دوه میلیارد ډالر لګولي، د ملي شورا ودانۍ، سلما بند او د زرنج – دلارام لویه لار هغه سترې پروژې دي چې د هند له خوا پرې سلګونه میلیون ډالر لګول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۶ میلادي کال په پایله کې هم د هند حکومت د افغانستان لپاره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د مرستو یو نوې بسته اعلان کړه.
 
https://avapress.com/vdceez8zpjh8f7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته