دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۴
د مطلب کود : 171047
حکومت ته د احمدضیاء مسعود خبرداري
د افغانستان لوی ملي ائتلاف غړی او د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر پخواني ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود وایي له سیاسي ګوندونو سره د حکومت تقابل به هېواد له جدي کړکېچونو سره مخ کړي.

نوموړی نن په کابل ښار کې خبریالانو ته وویل، چې د افغانستان لوی ملي ائتلاف د شخړو هوډ نه لري او ټینګار یې وکړ چې رڼې ټاکنې او په ټاکنیزو کمېسیونو کې اصلاحات د سیاسي ګوندونو له مهمو غوښتنو څخه دي.
هغه وویل، چې د سیاسي ګوندونو غوښتنو ته لازمه پاملرنه ده شوې او حکومت ته یې خبرداری ورکړ چې که د دوی غوښتني ونه منل شي، د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفترونه به وتړل شي.
په همدې حال کې ښاغلي مسعود خبرداری ورکوي، چې د سیاسي ګوندونو غوښتنو ته له پاملرنې پرته ټاکنې به د لا زیاتو ناامنیو لامل شي.
ښاغلي مسعود زیاته کړه، چې حکومت باید ژر تر ژره هغه مظاهره چیان خوشي کړي چې د وروستیو مظاهرو په لړ کې نیولي دي.
 د لوی ملي ائتلاف یو بل غړی عطا محمد نور تردې مخکې ویلي و چې په هرات ولایت کې د لوی ملي ائتلاف یو شمېر پرلت کوونکي په غیرقانوني ډول نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د لوی ملي ائتلاف پلویانو د هرات په ګډون په ۳ ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیون دفترونه تړلي دي.
د یاد ائتلاف پلویان وایي حکومت او د ټاکنو کمېسیون د سیاسي ګوندونو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلي او له همدې امله دوی په دغه کار لاس پورې کړی دی.
د لوی ملي ائتلاف پلویان خبرداری ورکوي، چې که حکومت او ټاکنو خپلواک کمېسیون د سیساسي ګوندونو غوښتنو ته مثب ځواب ورنه کړي، نو دوی به په نورو ولایتونو کې هم انتخاباتي دفترونه وتړي.
 
https://avapress.com/vdcfjydyew6dexa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته