دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۰۴
د مطلب کود : 171075
همایون همایون: ولسمشر دوهم مرستیال دی بخښنه وغواړي
د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون په اړه د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش پر څرګندونو غبرګون وښود.

نوموړی د ولسي جرګې په نننی غونډه کې د وینا پر مهال وویل، چې د افغانستان د اساسي قانون په اساس او د مقننه قوې په توګه د افغانستان ولسي جرګه د دې صلاحیت لري چې له امریکا سره امنیتي تړون لغوه کړي او یا هم پکې تعدیلات رامنځته کړي.
هغه زیاته کړه، چې د هېواد د روان بد امنیتي وضعیت ته په کتو د ولسي جرګې ځینې استازي وایي  له امریکا سره په امنیتي تړون کې باید یو لړ تعدیلات راوستل شي.
ښاغلي همایون د ولسي جرګې ځانګړو کمېسیونونو ته لارښوونه وکړه چې له امریکا سره د امنیتي تړون ټول موارد وارزوي او جزئیات یې له جرګې سره شریک کړي.
د ولسي جرګې لومړی مرستیال وویل، چې د د ولسمشر دوهم مرستیال باید د ولسي جرګې پر خلاف له څرګندونو ډډه وکړي او ټینګار یې وکړ چې د ښاغلي دانش دې د ځپلو څرګندونو په خاطر د ولسي جرګې له استازو څخه بخښنه وغواړي.
د یادونې وړ ده چې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش پرون یوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې هغه موضوعات چې د هېواد له ملي ګټو سره تړاو لري باید پکې واقعیتونه په پام کې ونیول شي او ټینګار یې وکړ چې د ولسي جرګې استازي باید په ورته موضوعاتو کې د شخصي ګټو پر ځای یې ملي ګټو ته ترحیج ورکړي.
ښاغلي دانش دا هم وویل، چې د ولسي جرګې ځینې استازي د خپلو شخصي ګټو په خاطر د امنیتي تړون د بیاکتنې په خاطر خپلې رایې کارولي دي.
 
https://avapress.com/vdcguq9qnak9uz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته