دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۱۲
د مطلب کود : 171078
په ننګرهار کې افغانستان لوی ملی ائتلاف ځینی پلویان د امنیتی ځواکونو له لوری نیول شوی دی
په ننګرهار ولایت کې سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي د افغانستان لوی ملي ائتلاف اړوند یو شمېر پلویان د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د ننګرهار امنیه قوماندانی په یوه بیان کې ویلي، چې د ننګرهار ولايت د ټولټاکنو خپلواک کميسون مخې ته د دوشنبې په ورځ له مازيګر وروسته د ايتلاف په نوم د يو شمېر کسانو له لوري په خپلسري ډول خیمې ودرول شوې او د کمیسون دروازې یې وتړلې، چې د امنیه قومندانۍ په مشرۍ امنيتي ځواکونو د شپې ناوخته یادې دوه خیمې ټولې او د پولیسو سره مقاومت کوونکي شپاړلس کسان یې ونيول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې ولایت کې د ټولټاکنو خپلواک کميسون دروازې په عادي ډول د خپلو مامورينو او ټولو مراجعينو پرمخ پرانيستل شوي دي.
د ننګرهار امنيه قومندان مل پاسوال غلام سنايي ستانکزی وايي د ټولو هغو کسانو سره به تر ټولو سخت قانوني چلند وکړي، چې په غير قانوني ډول خپلسرې غيري قانوني تحرکات، د امنيتي ځواکونو له همغږۍ پرته لاريونونه، اعتراضونه او ورته نورې چارې تر سره کړي.
د یادونې وړ ده چې د لوی ملي ائتلاف پلویانو تر دې مخکې د هرات په ګډون په ۳ ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیون دفترونه تړلې وه.
د یاد ائتلاف پلویان وایي حکومت او د ټاکنو کمېسیون د سیاسي ګوندونو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلي او له همدې امله دوی په دغه کار لاس پورې کړی دی.
د لوی ملي ائتلاف پلویان خبرداری ورکوي، چې که حکومت او ټاکنو خپلواک کمېسیون د سیساسي ګوندونو غوښتنو ته مثب ځواب ورنه کړي، نو دوی به په نورو ولایتونو کې هم انتخاباتي دفترونه وتړي.
د بایومټریک له لارې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د بیا پیل او د ټاکنو له بهیر څخه څارنې د لوی ملي ائتلاف او یو شمېر نورو سیاسي ګوندونو له مهمو غوښتنو څخه ګڼل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcjavevouqeayz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته