کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دری تنه په هرات کې جعلی پیسو تزویر او جعل په تور ونیول شو

29 سنبله 1397 ساعت 9:59

هرات امنیتی چارواکې وایی چی یو دری کسیزه ډله د جعل کاری، تزویر او جعلی پیسو ترویج له امله په دی ولایت کې نیول شوی دی.


 
د آوا په ګزارش سره، دا کسان د داخلی او خارجی اسعارو ترویج او تزویر او جعال په تور د هرات استخباراتی پولیسو له لوری نیول شوی دی.
جنرال امین الله امرخیل د هرات قوماندان وایی چی دا کسان د پولیس استخباراتو مدیریت کارمندانو له لوری، د ۴۷۱ زره افغانیو او ۶۰۰ امریکایی جعلی پیسو سره نیول شوی دی.
ښاغلی امرخیل زیاته کړه چی ددی کسانو کورونو تلاشی په ترڅ کې، دری پایه لپ تاپ کمپیوتر، دوه پایه پرینتر، یو دیجیتالی کمره، ۲۱ حلقه سی دی، یو قطعه موتر سایکل پلیت، ۵ بانکی تعرفه، ده قطعی پاسپورت عریضه او یو قطعه تذکره هم لاسته راغلی دی.
د امرخیل په وینا دا کسان د جعلکارانو یو لوی شبکه غړی دی او ددی شبکې د نورو کسانو د نیول کیدو لپاره هڅې جریان لری.
 


د مطلب کود: 171116

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171116/دری-تنه-په-هرات-کې-جعلی-پیسو-تزویر-او-جعل-تور-ونیول-شو

آوا
  https://www.avapress.com