دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 171116
دری تنه په هرات کې جعلی پیسو تزویر او جعل په تور ونیول شو
هرات امنیتی چارواکې وایی چی یو دری کسیزه ډله د جعل کاری، تزویر او جعلی پیسو ترویج له امله په دی ولایت کې نیول شوی دی.
 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دا کسان د داخلی او خارجی اسعارو ترویج او تزویر او جعال په تور د هرات استخباراتی پولیسو له لوری نیول شوی دی.
جنرال امین الله امرخیل د هرات قوماندان وایی چی دا کسان د پولیس استخباراتو مدیریت کارمندانو له لوری، د ۴۷۱ زره افغانیو او ۶۰۰ امریکایی جعلی پیسو سره نیول شوی دی.
ښاغلی امرخیل زیاته کړه چی ددی کسانو کورونو تلاشی په ترڅ کې، دری پایه لپ تاپ کمپیوتر، دوه پایه پرینتر، یو دیجیتالی کمره، ۲۱ حلقه سی دی، یو قطعه موتر سایکل پلیت، ۵ بانکی تعرفه، ده قطعی پاسپورت عریضه او یو قطعه تذکره هم لاسته راغلی دی.
د امرخیل په وینا دا کسان د جعلکارانو یو لوی شبکه غړی دی او ددی شبکې د نورو کسانو د نیول کیدو لپاره هڅې جریان لری.
 
https://avapress.com/vdccssqse2bqms8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته