دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۹
د مطلب کود : 171118
۵۳۳ موسسه قانون مطابق ریپورت نه ورکولو یا فعالیت نه درلودلو له امله منحل شو
مصطفی مستور د هیواد اقتصاد وزیر وایی چی تیر کال ۵۳۳ موسسی د قانون مطابق ریپورت نه ورکولو او یا فعالیت نه درلودلو له امله منحل شو.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د اقتصاد وزیر د ۱۳۹۶ کال غیری دولتی موسساتو فعالیتونو ریپورت د کومت رسنیو او اطلاعاتو په مرکز کې خپور کړ.
مصطفی مستور د اقتصاد وزیر ددی ریپورتونو خپور څخه مقصد، د غیری دولتی موسساتو حساب ورکونه او شفافیت په هیواد کې بللی او ټینګار کړی چی افغانستان حکومت په اساس یی د غیری دولتی موسساتو فعالیتونو په اړه تصمیم نیسی.
ښاغلی مستور وویل چی په تیر کال کې ۸۸۴ میلیون دالر د غیری دولتی موسساتو له لوری په مصرف رسیدلی چی ۵۹۱ میلیون دالر یی د خارجی موسساتو له لوری او ۲۹۳ میلیون دالر د داخلی موسساتو له لوری وو.
همدارنګه د هیواد اقتصاد وزیر وویل چی په ۱۳۹۶ کال کې په دی وزارت کې ټول ثبت شوی موسسات، ۲۳۹۹ موسسو ته رسیدلی چی له دی منځ څخه ۲۸۸ موسسه یی خارجی وو.
ښاغلی مصطفی مستور زیاته کړه چی ۵۳۳ موسسه د قانون په اساس ریپورت نه ورکولو او فعالیت نه شتون له لوری منحل شو.
ددی ریپورت په اساس، غیری دولتی موسساتو کې استخدام دوو کالو په نسبت ۷ سلنه ډیر شوی چی شمیر یی ۸۴ زرو ۲۴ زرو ښځو په ګډون، ته رسیږی.
 
https://avapress.com/vdcezz8zvjh8fzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته