دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۳
د مطلب کود : 171120
کندهار ولایت کي ۴ تنه افغان سرحدي پولیس وژل شوی
راپورونه وایی، پاکستاني ملېشو کندهار ولایت کې د افغان سرحدي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دی.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د کندهار ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق نن ورځ په دی اړه رسینو ټه ویلی دي، چې ددغه عملیاتو کې ۱۶ تنه پاکستاني ملېشه وژل شوي دي.
هغوی څرګندوی، پاکستاني ملېشو پرون ددغه ولایت ‎په ښوراوک ولسوالۍ کې د افغان پوله ساتو یا سرحدي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي وو.
ښاغلی رازق وایی، چې وژل شوي کسان پاکستانیان او د پاکستان د حکومت ملېشه وو.
دوی وایی، د یاد بریدینو کې ۴ افغان سرحدي پولیس هم شهیدان او ۴ نور ټپیان شوي دي.
https://avapress.com/vdchiznzv23nqzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته