کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار ولایت کي ۴ تنه افغان سرحدي پولیس وژل شوی

29 سنبله 1397 ساعت 10:13

راپورونه وایی، پاکستاني ملېشو کندهار ولایت کې د افغان سرحدي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دی.



د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د کندهار ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق نن ورځ په دی اړه رسینو ټه ویلی دي، چې ددغه عملیاتو کې ۱۶ تنه پاکستاني ملېشه وژل شوي دي.
هغوی څرګندوی، پاکستاني ملېشو پرون ددغه ولایت ‎په ښوراوک ولسوالۍ کې د افغان پوله ساتو یا سرحدي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي وو.
ښاغلی رازق وایی، چې وژل شوي کسان پاکستانیان او د پاکستان د حکومت ملېشه وو.
دوی وایی، د یاد بریدینو کې ۴ افغان سرحدي پولیس هم شهیدان او ۴ نور ټپیان شوي دي.


د مطلب کود: 171120

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171120/کندهار-ولایت-کي-۴-تنه-افغان-سرحدي-پولیس-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com