دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۲
د مطلب کود : 171122
ولسمشر غنی نوی ډهلي کې د هند صدراعظم سره ولیدل
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن په نوي ډهلي کې د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره ولیدل.

دواړو مشرانو د سیمي پر سولې او ثبات، امنیت او په سوداګرۍ او پراختیایي برخو کې د دواړو هېوادنو ترمنځ د ګډو پروګرامونو پر ارزولو بحث وکړ.
د ارګ په یوې اعلامیې کې ویل شوي جې دواړو مشرانو د هوایي دهلېز پر پراخوالي او د دواړو هېوادونو تر منځ د الوتنو پر ډېرېدو ټینګار کړی دی.
د اعلامیې له مخې د هندوستان صدراعظم ویلي چې هند د شاه توت بند او نورو اوبو رسولو کانالونو د جوړېدو او هم دهمداراز د پاکو اوبو د برابرولو په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي.
هند دغه راز ژمنه کړې چې د افغان محصلینو لپاره د بورسونو په برخه کې به همکارۍ ته دوام ورکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او یو شمیر نور لوړ پوړي چارواکي له ولسمشر غني سره په دې سفر کې ملګري دي.
هند وړاندي اعلان کړی وو چې په افغانستان کې به ۱۱۶ پراختیایې پروژې تمویل کړي.
په ټوله کې اټکل دا دی چې هنده په تېرو اولسو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره شاوخوا درې میلیارده ډالره مرسته کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcj8vev8uqeavz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته