دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۵
د مطلب کود : 171131
افغان پلاوی د طالبانو سره سولې خبرو لپاره مسکو ته ځی
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت یو پلاوی نن مسکو ته ولاړ شي.

دا هیئت به د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت له چارواکو سره پر دې خبرې وکړي چې کله او چېرته له طالبانو سره د سولې خبرې وشي.
د روسیې انټرفکس اژانس خبر ورکړی دی چې د دې خبرو هدف دا دی چې د مسکو د تېرې غونډې په څېر چې بیا وځنډېده د یوې نوې غونډې لپاره مهالوېش چمتو شي.
تېر ځل د سپټمبر په څلورمه روسیې د ۱۲ هېوادونو استازو ته بلنه ورکړې وه او په دې خبرو کې یې د طالبانو استازي هم ورغوښتي وو، طالبانو ویلي وو چې خپل جګپوړي استازي به د مسکو غونډې ته ولېږي.
افغانستان هغه وخت په دې خبرو کې برخه وانه‌خیسته او ویې‌ویل چې د افغانستان په اړه د هر راز خبرو مشري باید افغانان وکړي، هماغه و چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره په ټیلیفون خبرې وکړې، دا غونډه‌یې وځنډوله او موافقه وشوه چې دواړه لوري به د یوې بلې غونډې لپاره چې کابل او مسکو به‌یې مشري کوي، هلې ځلې وکړي.
د افغانستان ولسمشر پرون د هند د یو ورځني سفر پر مهال په نوې ډهلي کې یوې غونډې ته وویل چې له طالبانو سره سوله د افغانستان لپاره ارزښتمنه ده.

مسکو ته د افغان پلاوي تر سفر یوه ورځ مخکې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي د روسیې له سفیر الکساندر مانتیتسکي سره وکتل.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې څرګنده کړې ده چې په دې خبرو کې د مسکو د پلاوي د سفر په اړه خبرې وشوې.
 
https://avapress.com/vdcjtvevvuqeavz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته