کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزنی کې د وسله والو برید په ترڅ کې پنځه تنه پولیس وژل شوی دی

29 سنبله 1397 ساعت 14:01

د غزني په اب‌بند ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په حمله کې پنځه پولیس وژل شوي او درې نور زخمیان شوي دي.



د غزني د ولایتي شورا یوه غړي، عصمت‌الله جهان‌مرادوال په دی اړه وویل چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه د اب‌بند ولسوالۍ پر مرکز حمله کړې وه.
د ولایتي شورا د دې غړي په وینا، د وسله‌والو طالبانو د تلفاتو شمېر نه‌دی څرګند.
د غزني ولایت چارواکو تأیید کړې چې حمله شوې، خو د نورو معلوماتو له ورکولو يې ډډه کړې ده.
په غزني کې د ولایتي شورا یو شمېر غړي او مدني فعالان ادعا کوي چې د غزني له ۱۸ ولسوالیو څخه ډېرې وسله‌والو طالبانو نیولې یا یې لارې بندې دي او د ولسوالیو حکومتي چارواکي د غزني ښار ته کډه شوي دي.


د مطلب کود: 171133

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171133/غزنی-کې-د-وسله-والو-برید-په-ترڅ-پنځه-تنه-پولیس-وژل-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com