د غزني د ولایتي شورا یوه غړي، عصمتالله جهانمرادوال په دی اړه وویل چې وسلهوالو طالبانو تېره شپه د اببند ولسوالۍ پر مرکز حمله کړې وه.
د ولایتي شورا د دې غړي په وینا، د وسلهوالو طالبانو د تلفاتو شمېر نهدی څرګند.
د غزني ولایت چارواکو تأیید کړې چې حمله شوې، خو د نورو معلوماتو له ورکولو يې ډډه کړې ده.
په غزني کې د ولایتي شورا یو شمېر غړي او مدني فعالان ادعا کوي چې د غزني له ۱۸ ولسوالیو څخه ډېرې وسلهوالو طالبانو نیولې یا یې لارې بندې دي او د ولسوالیو حکومتي چارواکي د غزني ښار ته کډه شوي دي.