دخپریدو نیټه :جمعه ۳۰ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۱
د مطلب کود : 171174
افغانستان کرکټ ملی لوبډله نن پاکستان ملی لوبډلې په وړاندی لوبیږی
د افغانستان د کرکټ ملي لوبدله د سرېلانکا او د بنګله دېش ملي لوبډلو پر وړاندې له پر له پسې بریاو وروسته نن د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې په وړاندې لوبه کوي.

ټاکل شوې ده چې دغه لوبه نن ماښام د افغانستان په سیمه ییز وخت ۴ بجې د متحده اماراتو په ابو ظبي ښار کې پیل شي. دغه لوبه د اسیایي جام سیالیو د څلورو غورو لوبډلو په چوکاټ کې ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله تر دې مخکې سرېلانکا ته په ۹۱ منډو ماټې ورکړې وه.
افغان لوبدلّ تېر ماښام د اسیایي جام د سیالیو په لړ کې بنګله دېش ته هم په ستر توپیر، د ۱۳۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
دا لوبه چې نن ماښام د افغانستان په سیمه ییز وخت ۴ بجې پیل شوه، افغان لوبډلې پچه وګټله او د توپ وهلو پرېکړه یې وکړه، چې په ۵۰ اوورنو کې او د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره یې بنګله دېښ ته یې د ۲۵۶ منډو هدف وټاکه. حشمت الله شاهدي د ۵۸ منډو په جوړولو تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې.
د بنګله دېش توپ وهوونکي د افغان باولرانو مقابله وکړه، خو بیا یې هم ونه شو کړای، چې له افغان لوري څخه ورته ټاکل شوی هدف (۲۵۶) جوړې کړای شي او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۱۹ منډې جوړې کړې.
 
https://avapress.com/vdcguq9qtak9uq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته