جوزجان ولایت کې د وسله والو پر وړاندي عملیات د ځنډ ښکار شوي دي.
جوزجان کې وسله والو په وړاندی عملیات کې ځنډ
31 سنبله 1397 ساعت 10:19
جوزجان ولایت کې د وسله والو پر وړاندي عملیات د ځنډ ښکار شوي دي.
د جوزجان امنیتي چارواکي وایي، چې دې ولایت ته د مرستندویه ځواک په استولو کې ځنډ د دې سبب شو چې په خماب او قرقین ولسوالیو کې د طالبانو پر وړاندې عملیات لا هم نه دي پیل شوي.
د یاد ولایت امنیه قومندانۍ د امنیت امر عبدالحفیظ خاشع وویل، د دې دوو ولسوالیو ډېری سیمې د طالبانو په ولکه کې دي.
هغه وویل، چې مرکز ته یې د تازه دمو ځواکونو د استولو ویلي خو ورته پر وخت نوی ځواک نه دی رسېدلی او دوی پوځي مرستې ته سخته اړتیا لري.
د راپورونو له مخې د جوزجان ولایت خماب ولسوالي دوه اونۍ وړاندې وسله والو طالبانو ونیوله او چارواکو وروسته وویل چې د قرقین ولسوالۍ پر ډېرو سیمو هم طالبانو ولکه ټینګه کړې ده.
د مطلب کود: 171197