کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان سعودی ته اقتصادی دهلیز کې ګډون بلنه ورکړي

31 سنبله 1397 ساعت 10:26

پاکستان سعودي ته په اقتصادي دهلیز کې د شاملیدو بلنه ورکړې ده.





د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري وایي، سعودي عربستان ته یې د پاکستان او چین په اقتصادي دهلیز کې د شاملیدو بلنه ورکړې ده.

چوهدري وویل چې په دی اړه د دواړو هېوادونو د مشرانو خبرې شوې دي او د اکتوبر د میاشتې په لمړنۍ اونۍ کې به د سعودي د لوړپوړو چارواکو یو پلاوی پاکستان ته سفر وکړي.

د یادونې وړ ده چې د چین او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهلیز پروژه (CPEC) د چین یوې لویې اقتصادي پروژې “د یو کمربند- یوه لار” برخه ده.

دغه پروژه د چین د ولسمشر شي جین پنگ پروژه ده چې چین به د مرکزي، جنوبي اسیا او اروپا سره ونښلوي.

دا پروژه د وریښمو تاریخي لار ته عصري بڼه ورکوي.
د پاکستان صدراعظم عمران خان سعودي عربستان ته د سفر په مهال سعودي پاچا ته پخپله په دغې پروژې کې د شاملیدو بلنه ورکړې ده.

 


د مطلب کود: 171198

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171198/پاکستان-سعودی-ته-اقتصادی-دهلیز-کې-ګډون-بلنه-ورکړي

آوا
  https://www.avapress.com