دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۶
د مطلب کود : 171198
پاکستان سعودی ته اقتصادی دهلیز کې ګډون بلنه ورکړي
پاکستان سعودي ته په اقتصادي دهلیز کې د شاملیدو بلنه ورکړې ده.



د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري وایي، سعودي عربستان ته یې د پاکستان او چین په اقتصادي دهلیز کې د شاملیدو بلنه ورکړې ده.

چوهدري وویل چې په دی اړه د دواړو هېوادونو د مشرانو خبرې شوې دي او د اکتوبر د میاشتې په لمړنۍ اونۍ کې به د سعودي د لوړپوړو چارواکو یو پلاوی پاکستان ته سفر وکړي.

د یادونې وړ ده چې د چین او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهلیز پروژه (CPEC) د چین یوې لویې اقتصادي پروژې “د یو کمربند- یوه لار” برخه ده.

دغه پروژه د چین د ولسمشر شي جین پنگ پروژه ده چې چین به د مرکزي، جنوبي اسیا او اروپا سره ونښلوي.

دا پروژه د وریښمو تاریخي لار ته عصري بڼه ورکوي.
د پاکستان صدراعظم عمران خان سعودي عربستان ته د سفر په مهال سعودي پاچا ته پخپله په دغې پروژې کې د شاملیدو بلنه ورکړې ده.

 
https://avapress.com/vdccosqs42bqms8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته