دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۱
د مطلب کود : 171199
امریکا کې وسله وال برید مرګ ژوبله اړولې ده
یو وسله وال سړي واشنګتن ښار ته نژدې په مریلنډ کې پر خلکو ډزې کړي او یو شمېر کسان یې وژلي دي.


پېښه د پنجشنبې په ورځ د مریلنډ د هارفورډ په ناحیې کې د (رایټ ايډ) درملو د شرکت د توزیع په یوې څانګه کې شوې ده.

اسوشیتډپرس د ځینو پولیس چارواکو له خولې لیکلي دي چې په برید کې درې کسان وژل شوي دي او وسله وال هم نیول شوی دی.

د بریدګر هویت لا معلوم نه دی او ویل کیږي چې له پولیسو سره په ډزو کې ژوبل شوی دی او حالت یې ښه نه دی.

په برید کې ځینې خلک ژوبل شوي هم دي. لا د برید انګیزه معلومه نه ده.

 
https://avapress.com/vdcdnf0fnyt05f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته