دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۴
د مطلب کود : 171200
کرزي سیکانو سره مذهبي مراسم ولمانځل
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هندوستان په پنجاب ایالت کې د سیکانو تر ټولو لوی عبادت ځای څخه د لیدنې پرمهال له سیکانو سره د هغوی مذهبي مراسم ولمانځل.



حامدکرزي د پنجشنبې په ورځ د پنجاب ایالت په امرتسر ښار کې د سیکانو تر ټولو مقدس عبادت ځای(طلايي مندر) څخه د کتنې پرمهال له سیکانو سره د یووالي ښکاره کولو په موخه د هغوی مذهبي مراسم ولمانځل او سیکان یې د افغانستان اصلي اوسېدونکي وبلل.

نوموړي وویل: «د افغانستان سیکان او هندوان د افغانستان اصلي اوسېدونکي دي او لکه نور ټول افغانان د تېرو څلوویښتو کالو خارجي اشغال او جګړو له امله ډېر زیانمن شوي دي.

کرزي هیله څرګنده کړه، چې په یوه آزاد، مستقل او صلح آمیزه افغانستان کې د نورو افغانانو تر څنګ باید هندوان او سیکان هم د یو هوسا ژوندانه خاوندان شي او بیرته د خپلو جایدادونو ملکیت تر لاسه کړي.

باید وویل شي چې تردې وړاندې د ملي وحدت حکومت مشر اشرف غني هم د هندوانو په یوه مذهبي میله کې د ګډون پرمهال د هغوی مذهبي مراسم لمانځلي وو، چې له امله یې په هېواد کې ددیني عالمانو او روحانیو لخوا د نوموړي دغه عمل له اسلام سره په ټکر کې بلل شوی او خلکو هم سخت غندلی ؤ.

@ShamshadTV
https://avapress.com/vdcgzq9qzak9ux4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې