د موانا سيمې والي جان مونګيلا نن سهار وويل، لږ تر لږه ٣٧ نور کسان ژغورل شوي دي.
تر سلو د زياتو قربانيانو مړي نن تر غرمې پورې ترلاسه شوي او فکر کېږي چې په لسګونو نور کسان به لادرکه وي.
کښتۍ په هغه جهيل کې ډوبه شوې چې شا و خوا يې تانزانيا، کينيا او يوګاندا هېوادونه دي.
په لومړنيو معلوماتو کې ويل شوي چې په دې کښتۍ کې تر ٣٠٠ ډېر کسان سپاره وو، خو د دوى دقيق شمېر لا معلوم نه دى.