دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۱
د مطلب کود : 171212
ایران پوځي رسم پرمهار وسله والو ایرانی پوځیانو باندی برید کړي
د راپورنو له مخې د ایران په جنوب ختېځ اهواز ښار کې د پوځي رسم ګذشت پر مهال ناڅرګندو وسله والو پر ایراني پوځیانو برید کړی.

پېښه نن سهار رامنځته شوې ده او په ترڅ کې ګڼ شمېر پوځیانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده خو د کره شمېر په اړه معلومات په لاس کې نشته.
د ایران ایسنا خبرې اژانس وایي دوه وسله والو چې په موټرسایکل سپاره وو، د رسم ګذشت پر مهال د ایران پر پوځیانو ډزې کړي او له ډزو کولو وروسته وسله والو د پیښې له ځای څخه تښتېدلي دي.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
خبر د بشپړیدو په حال کې دی.
 
https://avapress.com/vdcjvvev8uqea8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته