کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا افغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونو ته اضافی وسلو پېرلو خبرورکوی

31 سنبله 1397 ساعت 12:26

د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزارت یا پنټګان د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د اضافي وسلو د پېرلو خبر ورکوي.



پنټګان په یوه بیان کې ویلي، چې د ۱۰ زره M4 او M4A1 Carbine ډوله وسلو د پېرلو لپاره د ۵۷،۷ میلیونه ډالرو په ارزښت یوه قرارداد د (Colt’s Manufacturing Co. LLC) په نوم یو امریکایي شرکت ورکړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې  د دې قرارداد په اساس یاد شرکت به د افغانستان، پاکستان، اردن، سینیګال، مراکش، او د تونس د ځواکونو لپاره شاوخوا ۱۰ زره M4  او M4A1 Carbine ډوله وسلې برابرې کړي.
دیادونې وړ ده چې افغان حکومت او متحدین یې په دې وروستیو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او پیاوړتیا لپاره خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان تېره اوونی اعلان وکړ چې د افغان هوایي ځواکونو لپاره د هایدرا (Hydra) ډوله راکټونو د پېرلو په موخه د ۴۴،۳ میلیونه ډالرو په ارزښت قرارداد د جنرال ډاینامکس په نوم یوه امریکایي شرکت ته ورکړی دی.
پنټګان په یوه بیان کې ویلي و چې د قرارداد په اساس به یاد شرکت د افغانستان، اسټرالیا، نایجریا، لبنان، او د فلپین د هوایي ځواکونو لپاره هایدرا ډوله راکټونه برابرې کړي.
 


د مطلب کود: 171215

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171215/امریکا-افغانستان-امنیتی-او-دفاعی-ځواکونو-ته-اضافی-وسلو-پېرلو-خبرورکوی

آوا
  https://www.avapress.com