دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۴
د مطلب کود : 171224
فاریاب کې د ماین د چاودنې له امله ۸ ماشومان وژل شوي
په فاریاب ولایت کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې په پایله کې اته ماشومان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د فاریاب ولایت ځایي چارواکو په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا ماین د وسله والو طالبانو له لوري د دغه ولایت شیرین تګاب ولسوالۍ کوه صیاد سیمه کې امنیتي ځواکونو په نښه کولو لپاره ځای پر ځای شوی، خو د ماشومانو یوه ډله ور برابره شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د پيښې وژل شوي او ټپيان د پنځو او دولسو کلونو په عمرونو کې و.
فاریاب د هیواد په شمال کې هغه ولایت دی چې وسله وال مخالفین یې په ځینو برخو کې فعالیت کوي.
 
https://avapress.com/vdccisqs02bqmi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته