د ټاکنو کمېسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي وایي د بایومټریک سیسټم د فعالولو لپاره یوه بهرنی شرکت د اړتیاوړ تجهیزاتو د برابرولو ژمنه کړې ده او دا پروژه د حکومت په مالي لګښت پلې کېږي.
نوموړی زیاته کړه، که د بایومټریک سیسټم د فعالولو لپاره هلو ځلو نتیجه ورنه کړه، نو د ټاکنو په ورځ به له رنګ څخه کار واخیستل شي.
د یادونې وړ ده چې د ملي یووالي حکومت اجرائیه عبدالله عبدالله تر دې مخکې ویلي و چې حکومت د شفافو انتخاباتو ترسره کېدو ته ژمن دی.
ښاغلي عبدالله تېره اوونی د سولې عالي شورا د پخواني مشر برهان الدین رباني د وژل کېدو په اووم تلین یا غونډه کې د وینا پر مهال وویل، چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د بایومټریک له سیسټمه د استفادې په اړه به د ټاکنو کمېسیون ډېر ژر خپله پرېکړه اعلان کړي.
د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس ډاډ ورکړی و چې د ټاکنو کمېسیون دغه اقدام به د سیاسي ګوندونو اندېښنې رفع کړي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)