کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې تندر پوریوتو له امله څلور تنه ژوبل شوي

31 سنبله 1397 ساعت 17:03

د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي د تندر پوریوتو په پېښه یو تن وژل شوی او شاوخوا درې نور ټپیان دي.



د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې ویلي، چې پېښه پرون جمعه د کوټ ولسوالی اړوند د عطا خان کلي په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
خبرپانه زیاتوي، چې د پیښې له امله د اصحاب الدین په نوم یو مخور وژل شوی او د یو سیمه پولیس په ګډون درې نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي ”ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ په عطا خان کلي کې نن د وږې په دیرشمه مازیګر نږدې ۴ بجې د اسماني تندر پریوتو پېښه کې د اصحاب الدین په نوم یو مخور شهید او د یو ماشوم او سیمه ییز پولیس په ګډون درې نور ټپیان شوي دي“.
خبرپاڼه زیاتوي، چې همدا راز د دې ولایت په شیرزادو،خوږیاڼو او پچیراګام ولسوالیو کې د اورښتونو ترڅنګ ږلۍ هم شوې،چې په یو شمیر سیمو کې یې فصلونو،ونو او نورو برخو کې زیانونه اړولي دي .
 


د مطلب کود: 171243

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171243/په-ننګرهار-کې-تندر-پوریوتو-له-امله-څلور-تنه-ژوبل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com